اسلام آباد ايرنا باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د پي آى اې (PIA ) په نامه د پاکستان ملي هوايي شرکت اعلام وکړ چې دغه شرکت امريکا ته خپلې مستقيمې الوتنې د روان کال د لړم د مياشتې له نهمې نيټې څخه په رسمي ډول ځنډوي.
باختر آژانس د ايرنا د خبري آژانس له خولې خبر راکړ:
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت الوتکې همدا اوس په آسيا، اروپا او په شمالي امريکا کې په ورځ کې په يو پنځوسو مقصدونو مستقيمې الوتنې لري. دغه شرکت همدا اوس پنځه ديرش مسافر وړونکي جټ الوتکې لري .
د پاکستان د هوايي شرکت جګپوړو مقاماتو د شنبې په ورځ د پاکستان رسنيو ته اعلام وکړ: دغه شرکت کال په کال امريکا ته د مستقيمو الوتنو په دليل يو ميلياردو دوه سوه پنځوس ميليونه کلدارې تاوان ورکوي، خو ځينو سياستوالو او جګپوړو دولتي مقاماتو چې په امريکا کې تابعيت يا د استوګنې مجوز لري، له خپل نفوذ څخه په استفادې سره د دغو الوتنو د بندولو مخه نيولې ده .
د دغه شرکت مسوولانو اعلام وکړ: د لړم له مياشتې څخه د پاکستان په ملي هوايي شرکت کې د امريکا لپاره د ټکټ ريزرف حذف کيږي.
د پاکستان ملي هوايي شرکت له ١٩٦١ ميلادي کال راپه دې خوا له پاکستان څخه د امريکا څلورو ښارونو ته په اوونۍ کې پنځه مستقيمې الوتنې ترسره کړې دي.
ويل کيږي چې د افغانستان او د آسيا په جنوب کې د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلام وروسته د دواړ هېوادونو په سياسي اړيکوکې د تاوتريخوالي زياتوالى د دغو الوتنو د لغوه کيدو دلايل دي.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل