کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٥ مه
د لوی کندهار اړوند د سهیل او سهیل لویدیځو ولایتونو مشرانو او سیاسیونو د هیواد له اجرائیه رئیس څخه وغوښتل چی حکومت دې د سولې خبرې له اصلي آدرس سره وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د لوی کندهار ترنامه لاندې د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، فراه او نیمروز ولایتونو سناتورانو، وکیلانو، د ولایتي شوراګانو مشرانو، سیاسیونو، قومي مشران، مخورو، سپین ږیرو او ښځو د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې وویل: سوله د ټولو اساسي غوښتنه ده او اړتیا ده، چې حکومت سولې ته د رسېدو لپاره د پاکستان پر ځای، له کوم بل اساسي او اصلي آدرس سره خبرې وکړې.
هغوی زیاته کړه چې پاکستان د کلونو په اوږدو کې له افغانستان سره خیانت کړی او افغانستان اړ نه دی چې له داسې چا څخه د سولې د راتګ هیله وکړي.
دغو مشرانو دغه راز وویل چې دوی د امنیتي وضعیت په اړه د حکومت د عاجلې توجه غوښتنه کوي او د کندز په پېښه کې پاته راغلو نظامي او ملکي مسوولینو ته له قانون سره سم مجازات غواړي.
هغو زیاته کړه چې تروريستان په هیڅ قوم، ډلې، ژبې او سیمې پورې تړلي نه دي او پکار ده، چې ټول افغانان په ګډه د تروريستانو او د افغان خاورې د دښمنانو پر ضد راپورته شي.
د لوی کندهار استازو زیاته کړه چې دوی په ټول توان سره د ملي یووالي له حکومت څخه ملاتړ کوي او هیچ چاته به اجازه ورنکړي چې د حکومت د کوزروي کولو لپاره فعالیت وکړي.
د سهیلي ولایتونو مشرانو په نظامي او ملکي برخو کې د لازمو بدلونونو وړاندیز وکړ او له اجرائیه رئیس څخه یې وغوښتل چې د دولت په دننه کې د افغانستان ضد عناصرو مخنیوی وکړي.
هغوی له حکومته وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو اکمال او تجهیز ته پام زیات او د کارونو په ایجاد سره د ځوانانو له انرژۍ په دننه کې استفاده وکړي.
د هیواد اجرائیه رئیس د لوی کندهار له استازو سره په کتنه کې له هغوی څخه مننه وکړه چې په ښه وخت کې یې د کندز خلکو ته د مرستې لاس غځولی او د ملي یووالي ټنګښت ته یې هڅې پیل کړې دي.
ده وویل: د ژبنیو، قومي، سمتي او مذهبي اختلافاتو د مخنیوي او په دې برخه کې د دښمنو کړیو د تبلیغاتو په شنډیدو کې ولسي اقدام تر هر کار، مؤثره لاره ده.
ده زیاته کړه: افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره اساسي نیت لري، خو په خبره یې، چې تیرو هڅو یې پیشبیني شوې نتیجه ورنکړه او دا کار د سولې د خبرو د ټکني کېدا سبب شو.
ډاکټر عبدالله یادونه وکړه چې حکومت له توقع سره سم خپل فعالیتونه نه دي اجرا کړي، خو اراده شته او اړینه ده، چې ولس له دې ارادې او تصمیمونو څخه ملاتړ وکړي.
اجرائیه رئیس وویل چې حکومت د زيانمنو شويو ولایتونو په نظامي او ملکي اراده کې د خلکو په خوښه او ملاتړ اصلاحاتو ته ژمن دی او په دې برخه کې به ډېر ژر لازم اقدامات وشي.
د لوی کندهار شورا له غړو سره د اجرائیه رئیس په نننۍ کتنه کې د ملي یووالي پر تقویت، د سیاسي رهبرۍ پر قوي کیدلو، له مخالفینو سره پر اغېزمنې مبارزې او د خلکو او دولت ترمنځ د فاصلې پر له منځه تګ هم په تفصیل سره خبرې وشوې.#