خبرونهTOPټولنه

د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو څخه سلګونه بنديان ازاد شول

کابل، د غبرګولي ۲۶مه، باختر
د افغانستان سترې محکمې د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو څخه د سلګونه بنديانو د خوشې کېدو او لسګونه نورو بنديانو د بند په موده کې د تخفيف ورکولو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د عالي مقام د حکم او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په لارښوونه د یوې مشخصې کړنلارې پر بنسټ د هېواد په کچه له زندانونو څخه ٣٤٩ هغه زندانیان چې د عفوې مستحق وو، خوشې شول او ٢٧٠ نور بندیان چې د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د اخترونو په مناسبت د بندیانو د هیئتۍ لپاره کړنلاره د سترې محکمې د قضائي تفتیش د عمومي رئیس په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي له لوري، چې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مرستيال، د زندانونو چارو د سمون ادارې استازي، د کورنیو چارو وزارت د جرایمو د کشف لوی ریاست استازي، د کابل ولایت د جنايي تحقیقاتو استازي، د احکامو او فرامینو د تعقیب لوی ریاست استازي او د استخباراتو لوی ریاست استازي یې غړیتوب درلود، له لوري لخوا ترتیب او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري تائيد شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د تېر کوچني اختر په مناسبت هم د هېواد له زندانونو څخه سلګونه بنديان آزاد او ګڼ شمېر نورو د بند په موده کې تخفيف ورکړل شوی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته