خبرونهاقتصادTOPټولنه

د لوی اختر په را رسېدو سره کابل ښار کې د څارویو د پلورلو ځایونه وټاکل شول

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر

کابل ښاروالۍ وايي، چې د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت یې ښاریانو ته د آسانتیاوو او د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د خرڅلاو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي او په عامه ځایونو کې د څارویو پلورل په جدي توګه منع دي.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې دغه راز د خرڅلاو لپاره د ځانګړو ځایونو د ټاکلو ترڅنګ د څارویو پلورونکو ته سپارښتنه شوې، چې د خپلو څارویو پلورلو په موخه دې له ټاکل شویو ځایونو څخه ګټه پورته کړي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي. 

د سرچینې په وینا، د یادو ځایونو په ټاکل کېدو سره به له یوې خوا د ښاریانو روغتیا خوندي او د بېلابېلو ناروغیو له خپرېدو څخه مخنیوی وشي او له بلې خوا به ښاریان وکولای شي په آسانۍ سره له ټاکل شویو ځایونو څاروي وپېري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته