سیاستخبرونه

د لوګر په سلګونو قومي مشرانو او دیني عالمانو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر

په سلګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو پرون په لوګر کې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛  دغوعالمانو چې يو شمير مخورو او قومي مشرانو يې ملګرتيا کوله وويل چې د افغانستان اسلامي امارت نظام د خلکو او خلک د نظام دي.

دوى د سراسري امنيت تامين او د نړيوالې ټولنې له خوا د حکومت په رسميت پېژندل د افغانانو حق وباله او ټينګار يې وکړ چې د لوګر مجاهد ولس د دوه لسیزو په قربانیو او د یرغلګرو د ماتې په ترڅ کې ډېر دردونه ګاللي او د دوى غوښتنه د اسلامي نظام حاکميت او د اشغال پاى دى، چې له نېکه مرغه  دوی په هېواد کې د داسې نظام شاهدان دي  او په پوره مفهوم سره  به  د نظام د بقا او د هېواد د پرمختګ لپاره همغږي او همکاري کوي.

د لوګر خلکو “راځئ ټول په ګډه د نظام ملاتړ وکړو او د ګران افغانستان په جوړولو کې لاس یو کړو”  د شعار په ورکولو سره دولت ته ډاډ ورکړ، چې دوى په  ټول توان سره همکارۍ ته چمتو دي او هيڅکله به په خپلو کليو کې د هېواد دښمنانو ته د دې فرصت ورنه کړي چې د نظام  د کمزورې کولو په موخه خپل ورانکار فعاليتونه ترسره کړي.

دوی دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې زیاتې هڅې وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته