خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د لوګر په دوو ښوونځیو کې د ١٠ میلیونو افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې پلې کېږي

کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د مرکز اړوند په دوو ښوونځیو کې د یونیسف نړیوال سازمان ادارې په مالي ملاتړ د ١٠ میلیونه افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې پلې کېږي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د مرکز اړوند شلوک او ملک شېر احمد کوچي په ښوونځیو کې د یونیسف له لوري د ١٠ میلیونه افغانیو په لګښت احاطوي دېوالونه، د څښاک اوبو شبکې، ژورې څاه ګانې او عصري تشنابونو جوړيږي.
عرب وویل، چې د یادو رغنیزو پروژو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د لوګر د محمدآغې، ازرې او برکي برک ولسوالیو په ۷ ښوونځیو کې د ورته رغنیزو پروژو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته