کابل، د لړم ۲۸مه، باختر
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسؤلین وایي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې دمه یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د لوګرد کانونو او پټرولیم رئیس مولوي نقیب احمد فرقاني باختر آژانس ته وویل چې دامهال د ولایت په کچه د ۱۱ کانونو کار دوام لري، ۳ کانونه تر اکتشاف لاندې دي او د یو شمېر نورو کانونو جیولوژیکي سروې هم روانه ده.
ښاغلي فرقاني زیاته کړه؛ چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې دمه له یادو کانونو څخه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې په لوګر کې لسګونه کانونه شتون لري، چې د کرومایټ ډبرې یې ښې بېلګې دي.