د لوګر د پوهنې ریاست ته څه باندې ۳۰۰ زره ټوکه درسي کتابونو ورکړل شول

کابل، د مرغومي ۵مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین، د راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال لپاره د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۲۳ زره ټوکه درسي کتابونو له چمتو کولو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د پوهنې وزارت له لوري د ۱۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۲۳ زره ټوکه له لومړي تر دولسم ټولګيو پورې په پښتو او دري ژبو د ښوونیز نصاب نوي چاپ شوي درسي کتابونه شامل دي ورکړل شوې دي.

هغه وویل، چې د دغو کتابونو د وېش لړۍ به راتلونکي اوونۍ د مرکز او ولسوالیو د پوهنې پر آمریتونو پیل شي، چې د نوي ١٤٠٣ ښوونیز کال له پیل سره سم به د ۲۷۶ ښوونځیو پر زده کوونکو ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې د لوګر د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴۰۳ ښوونیز کال لپاره د ۲۷۶ ښوونځیو ۲۹۹ ښوونکو او ۵۴ زره ۷۲۰ زده کوونکو ته هم درسي توکي چمتو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته