د لوګر د پل علم ښار لسګونو اوسيدونکو لاريون وکړ
کابل \ د غویي16مه \ باختر
پرون د لوګر مرکز پل علم ښار کې لسګونو اوسيدونکو د لوګر د کلنګار په کلي کې د يو ملکي کس د وژنې په تړاو لاريون وکړ.
لاريون کوونکي ادعا کوي چې په کلنګار کې د خلکو د کورونو په منځ کې د يوې پوستې افرادو پرملکي کسانو ډزې کړي چې يو کس يې وژلى او بل يې ټپي کړى دى.
يو لاريون کوونکى حميدالله وويل: د کلنګار په کلي کې د کورونو ترمنځ يوه امنيتي پوسته ځاى پرځاى شوې او طالبان په دوامداره توګه پردې پوستې بريد کوي چې د دوى ژوند يې سخت کړى دى.
هغه وويل: يوه ورځ وړاندې هم ياده پوسته پر دوو ملکي کسانو ډزې وکړې چې په پايله کې يوملکي مړاو بل يې ټپي شو.
لاريون کوونکي چې د ولايت دروازې مخې ته راټول شوي وو پرحکومت يې غږ وکړ چې ډېرژر دې دغه امنيتي پوسته د دوي له سيمې څخه لري کړي ،عاملين دې ونيسي او سزا ورکړي.
د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي د کلنګارله مشرانو سره ولېدل او ژمنه يې وکړه چې د کلنګار د خلکو د ستونزې حل ته پاملرنه کوي او د وژنې قضيه هم څېړي.
پاى \ ذ