د لوګر د ټولګټو ریاست ۸.۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

د لوګر د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې ۸.۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت د ټولګټو رئیس قاري نورالله محمود د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د سړکونو د ساتنې په موخه یې د التمور په سیمه کې د لوړ تناژ تلې په نصبولو سره د تېرو لسو میاشتو په لړ کې ۸.۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

هغه له موټر چلوونکو څخه غواړي، چې د ټاکلي وزن مطابق دې د موټرو وزنونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د ترافکیو مدیریت هم په تېرو اتو میاشتو کې ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته