د لوګر د دريايي فرعي حوزې د رياست ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه د لوګر ولايت د دريايي فرعي حوزې رياست د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. دلوګر ولايت د دريايي فرعي حوزې د رياست سرپرست انجنير اسلام محمد باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د څه دپاسه ۱۵ ميليونو افغانيو په ارزښت د ۳۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه، په دوو پوړونوکې په پاخه اواساسي ډول په پل علم ښار کې په اتلسو مياشتوکې جوړه شوې ده. ده زياته کړه چې دغه ودانۍ شل کاري دفترونه او نور ضروري ملحقات لري . ختم- عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته