د لوګر د ترافیکو مدیریت نږدي ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د لېندۍ ١٣ مه, باختر
د لوګر ولایت د ترافیکو مدیریت مسؤلین وایي، چې په روان کال کې یې ۹.۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي چې دغه عواید د ۴۷۲ جوازسیرونو او ۱۵۹۳ لایسنسونو د توزیع او تمدید له لارې راټول کړل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د لوګر په لویو لارو کې د ترافیکي نښو د لګولو چارې هم ٧٠ سلنه مخته تللې دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته سپارل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته