خبرونهاقتصادټولنه

د لوګر د ترافیکو مدیریت شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د سلواغې ۷ مه، باختر

د لوګر ولایت د ترافیکو مدیریت مسولین وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او دغه راز په ښار کې یې په بشپړ ډول ترافیکي اصول پلي کړي دي.

د لوګر د ترافیکو مدیر محمد نعیم زبیر وایي؛ چې د یادو عواید یې اکثریت برخه د پاکستان لاس موټر د اسټیکر کولو پروسې او د ترافیکي اصولو د پلي کولو له لارې راټول کړي دي.

ورته مهال لوګري موټر چلونکي د ترافیکي اصولو د مراعت کولو څخه خوښ دي او په یاده برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکوي.

موټر چلونکي د ترافیکیو مدیریت څخه د مننې ترڅنګ وایي، چې د ترافیکي اصولو مراعت کول د ښاري نظم سبب ګرځي او اوس مهال ۹۵ سلنه نظم په ښار کې راغلی دی.

د یادونې وړ ده، چې په لوګر ولایت کې د ترافیکو مدیریت بې اسناده او یا د تاریخ تېرو اسنادو موټر چلولو ته اجازه نه ورکوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته