خبرونهاقتصادټولنه

د لوګر برېښنا ریاست څه باندې ۱۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د لوګر ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې یې څه باندې ۱۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت د برېښنا شرکت رئیس ملا محمد فهیم منصور وایي چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۱۱۵.۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د برېښنا رئیس ویلي چې یاد عواید د برېښنا د لګښت بېلونو، شکار کلا ( ٣٣٣ ځانګړې قطعه)، څلورمې پلې لوا قومانداني او دغه راز د اطفایي آمریت ترڅنګ د ٣٢٣٣ نوي مېټرونو د نصب لګولو له لارې ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم تر اوسه د لوګر برېښنا شرکت له لوري په دې ولایت کې څه باندې ٢٦٩ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او دغه راز د برېښنا په کیفیت کې هم تر پخوا د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی.
د لوګر برېښنا شرکت ریاست د مسوولینو په وینا که چېرته د دوی شته مشتریان د خپل برېښنا د لګښت بېلونه پر وخت تحویل کړي، په راتلونکي کال کې به د دې ولایت نورو سیمو ته هم برېښنا ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر ١٤٠١ کال کې هم د لوګر برېښنا شرکت ریاست ١٠٣ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د برېښنا د لګښتونو له امله د تېر حکومت میلیونونه ډالر پورونه هم ادا کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته