د لوګر امنیه قومندانۍ سږ کال ۱۸۲ میله وسلې نیولې دي

کابل، د مرغومي ۳۰ مه، باختر
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې یې د کشفي عملیاتو له لارې ۱۸۲ میله ډول ډول وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي نیک ولي جان وایي، د امنیتي ځواکونو هڅو او د خلکو همکارۍ په پایله کې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ډول ډول وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په ترلاسه شویو وسلو کې ام فور، کلاشینکوفونه، تومانچې، د شپې دوربینونه او ورته نورې وسلې او مهمات شامل دي.
مولوي نیک ولي جان ولسونو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي مسوولین د خلکو د هوساینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، ترڅو هغوی په ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.