د لوګر افغان پُست امارتي شرکت، نږدې ۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د لیندۍ ۲۰ مه، باختر
د لوګر ولایت افغان پُست امارتي شرکت مسؤلین وایي، چې د ١٤٠٣ کال له پیل څخه یې تر دې دمه د بېلا بېلو پُستي خدماتو د وړاندې کولو له امله نږدې نهه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغان پُست امارتي شرکت مدیر انجنیر محمد وصیل صدیقي باختر آژانس ته ویلي چې دغه عواید، د لوګر اوسېدونکو ته د بېلابېلو پُستي خدماتو د ترسره کولو او آسانیتاوو له امله ترلاسه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال لوګر کې د دولتي او خصوصي ادارو، مؤسسو، تحصیلي او ښوونیزو ادارو ته د اړینو خدماتو ترڅنګ، د پاسپورټونو د وېش، سیمکارټونو د خرڅلاو، ورځني اداري مراسلات، له هېواد څخه بهر او دننه لیکونو، کوچني بستې او نورو اسنادونو لېږد، رالېږد په برخو کې خلکو ته آسانیتاوې شون لري.
دغه راز یاد شرکت په راتلوونکي کې پلان لري، چې په دې ولایت کې د برېښنايي بلونود تحویلي او د الوتکو د ټکټونو د خرڅلاو په برخه کې خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر پاسپورټ آمریت هم د ۱۴۰۳ کال په ۷ میاشتو کې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍعواید راټول کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته