کابلباختردميزان ٤
دناټوځواکونو تيره شپه د ځانګړو عملياتو په ترسره کولوسره درې تنه ملکي وګړي له طالبانو سره دهمکارۍ په تورونيول.
په همدې حال کې سيمه ييز مقامات او د سيمې اوسيدونکي وايي چې نيول شوي کسان بې ګناه دي او له وسله والو طالبانو سره هيڅ راز اړيکې نه لري.
دغه عمليات نن سهار د بره کي برک ولسوالۍ په عبدالحکيم سيمه کې ترسره شوي و.
دلوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدقاسم باخترآژانس ته وويل چې د ناټو ځواکونو د طالبانو د يوقوماندان د نيولو په مقصد عمليات پيل کړي و، خوهغه يې پيدا نه کړاو دسيمې درې تنه ځوانان يې ونيول او له ځان سره يې بوتلل.
دى وايي: نيول شوي کسان له وسله والوطالبانوسره هيڅ پيوند نه لري.
په همدې حال کې د سيمې اوسيدونکي هم دغه درې تنه بې ګناه وبلل او دخوشې کولو غوښتنه يې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په لوګرکې دناټو ميشتوځواکونو ددغه ولايت د خلکو د انتقادونو له ا مله ژمنه کړې وه چې د سيمه ييزومسوولينو له خبرولوپرته د شپې په عملياتو لاس نه پورې کوي.
0 1 دقیقه لوستل