د لوګرد مرکزجامع جومات ګتې اخیستنې ته وسپارل شو
– کابل / د غبرګولي ۵ / باختر
د لوګر د والي مرستیال محمد عمرمرجان پرون د لوګرد مرکزجامع جومات پرانیست.
د لوګرمرکز د پروژو مسوول میرزا آقا ستاري باخترآژانس ته وویل چې دغه جامع جومات د هېواد د جمهوري ریاست د ملي پرمخیتايي عملیاتي اوملاتړيزې ادارې له لوري د ۱۰ زره مربع متره ځمکې په ساحه کې د ۶۶ میلیونوافغانیوپه لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي توګه جوړشوی دی چې په یو وخت کې د ۳۰۰۰ لمونځ کوونکي ځای لري.
د لوګرد پل علم اوسېدونکو د هېواد د جمهوري ریاست د ملي پرمختیايي عملیاتي او ملاتړيزې له ادارې څخه په مننې سره په دیني چارو کې د دغه راز جوماتونو او بنسټيزو جوړول یې د افغانانو په یوموټي کولوکې ارزښتناک وباله او د دغه راز پروژو پرجوړولوټينګاروکړ.
د یادونې وړ ده چې د هېواد د جمهوري ریاست د ملي پرمختیايي عملیاتي او ملاتړیزې ادارې د لوګر په مرکزکې د یوجمنازویوم او د فاتحې یوسالون ، د دغه ولایت په ولسوالۍ کې د یوجومات ، د لوګرد میلمستون ، د یوې سړې خونې جوړول چې کاریې په تدارکاتي پړاو کې دی او د دغه ولایت د برکي راجان او د کنجک روغتونونو د انتظارخونو جوړول هم ترکارلاندې دي او د دغو یوشمېرپروژو د جوړولوکار بشپړشوی دی او د ګټې اخیستنې لپآره چمتوشوي دي.
د یادونې وړ ده چې په لوګرکې د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې په همکاری د ۱۲ سترو پروژو کاردوام لري.
پای-ع