د لوړو زده کړو وزير په هيوادکې د زده کړو د ودې لپاره د فنلند د مرستې غوښتنه وکړه
کابل- باختر دليندۍ ديرشمه:
د لوړو زده کړو وزير په کابل کې د فنلند له سفيرسره په کتنه کې د لوړو زده کړو په برخه کې د دغه هيواد د همکاريو په باب خبرې اترې وکړې
په دې کتنه کې چې پرون وشوه، د لوړو زده کړو وزير د لوړو زده کړو د ودې لپاره د افغاني ټولنې د اړتياو او د دغه وزارت دکارونو په باب خبرې وکړې او په دې لاره کې يې د فنلند د مرستو غوښتنه وکړه .
باختر اژانس ته د لوړو زد ه کړو وزارت دخپرونو رياست دمعلوماتوله مخې: پوهاند عبيد دغه راز په افغانستان کې د فنلند له خوا د نويو پوهنتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه او زموږ هيواد تحصيلي سکتور په پياوړتيا او وده کې يې د دغه هيواد همکاري اغيزمنې وبللې .
وروسته د فنلند سفير ډاکتر پاولي وويل چې فنلند د افغانستان په بېلابېلو برخوکې د همکاري ټينګه اراده لري او دغه همکاريوته به له ٢٠١٤کال وروسته هم دوام ورکړي .
ده وويل چې وړاندې شوي پيشنهادونه د خپل متبوع هيواد له مقاماتو سره طرحه کوي او د هغه د تطبيق په لاره کې به هلې ځلې وکړي .