ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزير: د هغو اتيا زرو تنو فارغانو د جذب لپاره چې په کانکورکې به بې نتيجې پاتې شي؛ څليرويشتو مليونو ډالرو ته اړتيا ده

کابل باخترد کب اتمه :
د دونرونو په مرسته د خصوصي لوړو زده کړو په موسسو او په شپنيو دولتي پوهنځيوکې د کانکور د بې نتيجې پاتې شويوکسانو د جذب په باب د لوړو زده کړو وزارت نوې طرحه.
په هغې دويمه غونډه کې چې د ولسي جرګې د عدلي او فرهنګي کميسيون د رييس هيلې ارشاد، ديو شمېر دولتي پوهنتونونو د رييسانو، د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو او د بهرنيو دونرانو د استازو او د رسنيو د خبريالانو په ګډون جوړه شوه؛ د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد په دې باب د دغه وزارت نوې طرحه بيان کړه.
پوهاند عبيد زياته کړه: په روان کال کې به دوه سوه څلور پنځوس زره تنه دکانکور په آزموينوکې ګډون وکړي چې د دغو ځوانانو په سلوکې شپيته هلکان او په سلوکې څلويښت يې نجونې دي او دغه شمېر هم د جندر او هم د فيصدۍ له لحاظ  د يادونې وړ  پرمختګ ښيي.
د لوړو زده کړو وزير وويل چې د دغو ټولوځوانانوهيله په لوړو زده کړو برلاسۍ دى.
ده د روان کال دجذب د زياتوالى په اړوند وويل چې په تېرکال کې د جذب ظرفيت نږدې څلويښت زره تنه و، خو په زياتې جدي پاملرنې او د سلو نويو پوهنځيو او د درې سوه نويو ډيپارتمنتونو په جوړولو سره مو وکولاى شول چې د تېرکال په پرتله د جذب شمېر په سلوکې پنځوس لوړ کړو او هغه شپيتو زرو تنو ته زيات کړو.
پوهاند ډاکترعبيدالله عبيد په دې غونډه کې وويل: ددغه زياتوالى تر څنګ ديرش زره تنه محصلان په نيمه لوړو زده کړو موسسوکې چې د پوهنې وزارت يې ژمنه کړې ده او نږدې څلور ديرش زره تنه محصلان په بېلابېلو تخفيفونو سره او په وړيا ډول د خصوصي لوړو زده کړو په موسسوکې جذبيږي .
دکانکور د شاملانو له جملې څخه يو شمېر فارغان په حقيقت کې هغه کسان دي چې په سلوکې پنځوس نمرې نه شي پوره کولاى او په مطلق ډول ناکام پاتې کيږي.
د لوړو زده کړو وزير يادونه وکړه: له نږدې دوه سوه څلور پنځوسو زرو تنوڅخه ښايي اتيا زره تنه له ترلاسه شوې نمرې سره په نه مطابقت کې د انتخاب، په لومړى پړاوکې د ظرفيتونو د مشبوع کيدو په دليل، هغه کسان چې دقيق انتخاب نه کوي، هغه کسان چې انتخاب يې نامناسب دى؛ بې نتيجې پاتې کيږي .
د لوړو زده کړو وزير وويل: په هغې غونډه کې چې موږ درې ورځې مخکې د اتيا زروتنو بې نتيجې پاتې شويو فارغاو د جذب لپاره د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو له اتحاديې سره لرله؛ هغوى ومنله چې په يوه ځانګړى تخفيف سره بې نتيجې  پاتې  شوي فارغان د خصوصي لوړو زده کړو په موسسوکې جذب کړي .
البته په دې اقدام سره کولاى شو د هر داوطلب لپاره د پنځلسو زرو افغانيو اويا د درې سوه امريکايي ډالرو په ورکولو سره اتيا زره تنه لوړو زده کړوپه موسسو او هم  دپوهنتونونو په شپنيوڅانګوکې جذب کړو چې په دې صورت موږ څليرويشتو مليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا لرو چې په شپنيو دولتي برخو او دخصوصي لوړو زده کړو په موسسوکې دغو خويندو او ورونو ته د زده کړې د دوام زمينه برابره کړو.
د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد وويل: څرنګه چې له راتلوونکو شلو ورځو څخه تر پنځه ويشتو ورځو پورې دکانکور د آزموينو نتيجې اعلاميږي؛ دغه طرحه اعلام شوه چې د دغو ځوانانو ستونزه حل شي او په دې برخه کې  د دونرونو مرسته غواړو هيله ده په ډير لنډ ممکن وخت کې اويا په راتلوونکې  اوونۍ کې يوه بله غونډه ولرو چې د هغې له مخې موږ وکولاى شو په عملي توګه په اقدام لاس پورې کړو .
د لوړو زده کړو  وزير وويل: که چيرې موسسې په دې لاره کې همکاري ته حاضرې نه شي؛ دغه طرحه به د يو پيشنهاد په ملتيا د وزيرانو شوراته وړاندې شي چې د هغې دتطبيق په لاره کې عملي لارې چارې ولټول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته