ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزير: د محصلانو له استعداد څخه به د دغه وزارت د پرمختيايي پروژو په طرحه کولو او ډيزاين کې کار واخستل شي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
د لوړو زده کړو او د کانونو وزيرانو نن د کابل پولي تخنيک پوهنتون د صنعتي او مدني ساختمانونو او د کانونو د را ايستلو د پوهنځيو د فارغانو د ډيپلومونو د دفاع په غونډه کې برخه واخسته او د دغه پوهنتون د محصلانو د پروژو د تحقيقاتي پروګرامونو او د طرحې او ډيزاين د تطبيق د بهير د ښه والي په لاره کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد وويل: له نيکه مرغه اوس د هغو ځوانو فارغانو شاهدان يو چې د هيواد د بشري ځواک په پياوړتيا کې زياته اغيزه لري او افغانستان د پياوړي بشري ځواک له پلوه په ځان د ډډې لګولو هدف ته نږدې کوي .
ده ژمنه وکړه چې د محصلانو له استعداد څخه په بېلابېلو برخوکې د لوړو زده کړو وزارت د پرمختيايي پروژو په طرحه کولو او ډيزاين کې کار واخستل شي چې هم له مادي پلوه او هم د ظرفيتونو د ودې او د محصلانو د هڅونې له پلوه اغيزمن کار وشي.
دغه راز په دې غونډه کې د کانونو وزير محمد اکبر بارکزي له دغو پوهنځيو څخه د فارغو ځوانانو استعداد وستايه او د دغو محصلانو د تحقيقاتي پروګرامونو د پياوړتيا لپاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته