د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هرات پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

کابل، د کب ۵مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه د هرات پوهنتون له سرپرست رئیس عزیزالرحمن نیازي، اداري او مالي مرستیال مولوي انعام الله انعام او استادانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د هرات پوهنتون رئيس د هرات پوهنتون فعاليتونه او لاسته راوړنې وړاندې کړې او د استادانو په استازيتوب پوهاند ډاکټر خليل احمد آذر د هرات پوهنتون استادانو د ظرفیت لوړونې، د امکاناتو د زیاتوالي او ځانګړې توګه د طب پوهنځي زده کړیالانو لپاره د کادري روغتون د جوړولو په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورته مهال دکتور لطف الله خیرخواه هرات د علم او فرهنګ ښار یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې د هرات پوهنتون د پرمختګ، آسانتیاوو د برابرولو او ستونزو د هواري په برخه کې هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته