کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم نن له افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د ليدنې پرمهال په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا د لا ډېرو برنامو پر ايجادولو ټينګار وکړ.
نوموړي د دغه لیدنې په ترڅ کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو له رئیسانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هغوی فعالیتونه يې وستایل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ياد پوهنتون مشرتابه ته سپارښتنه وکړه، چې د هېواد په داخل کې دې نورې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې ایجاد کړي.
هغه همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د فوق لېسانس برنامو په ایجاد، د محصلینو او استادانو لپاره د معیاري لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې یې هر ډول ملاتړ کوي او اسانتیاوې به ورته برابروي.
22 1 دقیقه لوستل