ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په مرکزي پوهنتونونوکې د پسرلني سمستر د آزموینې بهير وکوت

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١١ مه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټرعبداللطیف روشان په مرکزي پوهنتونونوکې د پسرلني سمستر د آزموینې بهير وکوت.
د لوړو زده کړو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر روشان په کابل، کابل طبي، شهید استاد رباني ښوونې او روزنې او کابل پولي تخنیک پوهنتونونوکې د آزموینو له بهير څخه د لیدنې پر مهال، په آزموینوکې د لا شفافیت لپاره د بدلونونو رامنځته کولو خبر ورکړ او ټولو محصلانو ته یې ډاډ ورکړ چې د آزموینو د روڼتیا په موخه به له مجربو کادرونو سره په هماهنګۍ د آزموینو په سیستمونوکې بدلونونه رامنځ ته کړي.
ډاکټر روشان زیاته کړه: د لوړو زده کړو بنسټونو له کارکوونکو سره یو ځای په هېوادکې د لوړو زده کړو سکتور لپاره د علمي خدمتونو ترسره کول یو ستر ویاړ دی او په ټول توان سره به هڅه وکړم چې په دغه برخه کې ارزښتمن ګامونه پورته کړم.
نوموړي ژمنه وکړه چې د پوهنتونونو د ودې او محصلانو لپاره د لازمو خدمتونو په برخه کې به له مادي او معنوي سرچینو څخه ګټه پورته کړي او د مثبتو علمي بدلونونو په رامنځ ته کولو کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل پوهنتون علمي مرستیال ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې زده کړه ییزې ادارې، طرحه چمتو او لوړو زده کړو وزارت ته یې وړاندې کړي.
نوموړي د بدلونونو رامنځته کول یو مهم اصل وباله او د لوړو زده کړو د علمي او معیاري نظام پر جوړونې یې ټینګار وکړ.
دغه راز د پوهنتونونو مسوولینو ډاکټر عبداللطیف روشان یو مبتکر ځوان یاد کړ او د ملي یوالي حکومت له خوایې د لوړو زده کړو وزارت لپاره د هغه ټاکنه پر ځای اقدام وباله.
په دغو لیدنوکې د پوهنتونونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مثبتو بدلونونو او اصلاحي پروګرامونو په پلي کولو کې به د لوړو زده کړو وزارت له نوي وزیر سره هر ډول همکارۍ ترسره کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته