د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نورستان ته سفر وکړ

کابل، د لړم ۱۳مه، باختر 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې هلته په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي یادې غونډې ته په وینا کې د نورستان خلک میړني او وطنپال یاد کړل او د جهاد په دوران کې یې د یاد ولایت د شهیدانو روح ته دعا وکړه.

هغه همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د تېر په څېر نورستان ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې او په راتلونکې کې به هم په ځانګړي ډول د نورستان لوړو زده کړو مؤسسې د ودانیو، محصلانو، اداري کارکوونکو او نورو برخو د پیاوړتیا په موخه لازمې کړنې ترسره کړي. 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست څرګنده کړې، چې دا نظام د ډېرو سترو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او پیاوړتیا او ساتنه يې د ټولو ګډ مسوولیت دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته