د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زابل ته سفر کړی

کابل, د لړم ۲۹ مه, باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم زابل ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له والي مولوي حزب الله افغان، یو شمېر نورو ځایي مسؤلینو، د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې له استادانو او محصلینو سره کتلي دي.

په دې کتنه کې، د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، روح الله مشال د خپلې مؤسسې د لاسته راوړنو، فعالیتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي او د هغو د حل غوښتنه یې کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دې مؤسسې فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلې او د شته ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی دی.

سرپرست وزير د علم، پوهنتونونو او مدارسو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د علم په واسطه د انسان اخرت او دنيا دواړه جوړېږي، د ښو کول او د بدو څخه منع کول هم د علم په ذريعه سره کيږي.

سرپرست وزیر محصلین درس ته هڅولي او له هغوی څخه یې غوښتي چې له هېڅ سیاسي حرکت څخه ملاتړ ونه کړي او د هغوی په درواغو شعارونو ونه غولېږي.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له دې وړاندې د هېواد له یوشمېر نورو پوهنتون څخه هم لیدنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته