د لوړو زده کړو وزارت سرپرست: اسلامي امارت د هېڅ هېواد فرمایش نه مني

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې ودانۍ د نیمګړو چارو د بیا پیل پرمهال وویل چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد فرمایش نه مني.
شیخ نداء محمد ندیم زیاته کړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي هدایت پر بنسټ د ۲۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز او روزګان ولایتونو د لوړو زده کړو مؤسسو او د کندهار د طبي روغتون نیمګړو پروژو چارې هم پیلېږي.
په پام کې ده، چې د نیمروز د لوړو زدکړو مؤسسې د لیلیې چارې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
شیخ ندیم همداراز وویل، په هېواد کې د شرعي احکامو د پلي‌کولو سربېره په هېواد کې بشپړ او سرتاسري امنیت ټینګ دی او هر مسؤول خپل مسؤولیت په ښه توګه سرته رسوي.
نوموړي دغه راز په راتلونکي کال کې د نیمروز د پوهنتون د اداري ودانۍ او معیاري لیلیې جوړولو ډاډ ور کړ.
په غونډه کې مرستیال والي مولوي عبدالقیوم روحاني د تعلیمي ادارو ترمنځ د پوره همږغۍ، اړیکو او ملاتړ ډاډ وړاندې کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته