د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، د غزني پوهنتون د علمي څانګو د پراختیا ډاډ ورکړ

کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست  شیخ نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون ستونزې له نږدې وڅېړلې او ډاډ یې ورکړ چې د دغه پوهنتون د علمي څانګو د پراختیا لپاره به جدي کار وکړي.

شیخ نداء محمد ندیم دغه راز د دغه ولایت تخنیکي پوهنتون په شپږمه دوره فراغت غونډه کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه، چې د غزني پوهنتون د طب څانګې د جوړولو کار روان دی او د اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري منظوره شي.

نوموړي د غزني پوهنتون د نيمه پاتې کارونو او سړکونو د بيارغونې ژمنه وکړه او د پوهنتون له استادانو يې وغوښتل، چې د پوهنې د کيفيت په لوړولو کې جدي کار وکړي.

هغه دغه راز وویل، چې د اسلامي امارت په تعلیمي مرکزونو کې هېڅ ډول قومي تعصب ته ځای نشته او له محصلینو یې وغوښتل، چې له خپلو استادانو سره ښه چلند وکړي او که کوم محصل استادانو ته بې احترامي وکړه نو له پوهنتون څخه به ووېستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته