د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د پوهنتونو نو د تړل کېدو خبره رد کړه

 کابل / د وري ۱۹ مه / باختر

د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د پوهنتونونو د تړل کېدو خبره رد کړه او هغه یې یوه شایعه وبلله.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو اوازو له مخې چې پوهنتونونه به د ګرانو زده کړیالانو پر مخ وتړل شي، د لوړو زده کړو وزارت دا خبره په کلکه رد کړه او دا یې یو شایه وبلله او اعلام یې وکړ چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ټول پوهنتونونه پرانیستي دي او لوست په عدي توګه دوام لري.

د لوړو زده کړو وزارت د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو هم غوښتي چې د دا ډول بې اساسه اوازو له خپرولو ډ ډه وکړي او د خلکو ذهنونه دې نه مغشوش کوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته