د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون لپاره یو شمېر پروژې منظورې کړې
کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ښاغلي نديم د یاد پوهنتون په علمي شورا کې د مسؤلینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دغه پوهنتون د جومات پراخوالي، د حیواني کلینیک فعالېدو، د پوهنتون په داخل کې د قطره یي اوبو رسونې سیسټم فعالولو او د تالار د ترمیم پروژې منظورې کړې.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي همدارنګه د علمي شورا له غړو سره په اناسټو پوهنتون کې د نورو تحصیلي بنسټونو د استادانو ظرفیت لوړونې او ماسټري برنامو کې یې د شاملېدو لپاره پر زمینې برابرولو خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست تر دې وړاندې د غزني او وردګو پوهنتونونو څخه هم ليدنه کړې وه.