کابل – باختر دکب دمياشتې ١٠
د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو دلوى رياست خبرتيا:
دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې اړوند دعبدالغفور نديم ، علامه قاري نيک محمد ، له پوهنې سره دمرستې د دريم لمبر ، دالفلاح دخصوصي ، دغازي محمد ايوب خان دنجونو ، حبيبې، بي بي عايشه صديقه، خواجه عبدالله انصاري ، عبدالهادي داوي ، سيداسماعيل بلخي ،ابو زرغفاري ،شاه دوشمشيره ، ابن سينا، شيرپور د حياتي سواد، درخاني ، محمد آصف مايل ، حضرت ابراهيم خليل الله ، عبدالقادر بيدل ،استاد بيتاب ، عايشه دراني، غلام محمد فرهاد ، دشاه شهيد دلومړۍ برخې، رحمن بابا، دملي ښارګوټي دنجونو، غازي ، مخفي بدخشي ،محمود هوتکي، دوحدت دنجونو او دغازي عبدالله دليسو د ١٣٩٢ کال او دتيرو کلونو دعمومي او متفرقه دولسمو ټولګيو دفارغانو دکانکور د آزموينې داوطلبانو ته خبر ورکول کيږي چې دکانکور په آزموينه کې د شموليت کارتونه د١٣٩٢ کال دکب دمياشتې له اتمې نيټې څخه په اړوند ليسو کې ويشل کيږي.
ددغو مدرسو او ليسو دکانکور آزموينه د ١٣٩٢ کابل دکب دمياشتې په يوولسمه نيټه د يکشنبې د ورځې دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو په کابل پوهنتون ، دکابل په طبي پوهنتون ، دپوليتخنيک په پوهنتون اوشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې په پوهنتون کې اخستل کيږي .
دآزموينې ځاى اوخونه په کارت کې ليکل شوي دي. داوطلبان دې د مهرباني له مخې په ټاکلې ورځ او وخت اړونده پوهنتون ته ورشي.
يادونه :
دکانکور دآزموينې له ټولو شاملانو څخه په کلکه غوښتنه کيږي، څرنګه چې هوا سړ ده په تودو جامو سمبال وي او د آزموينې په ورځ کې د آزموينې صحنې ته دموبايل مخابرې ، هر راز الکترونيکي وسايلو او وسلې له راوړلو څخه په کلکه ډډه وکړي .
له داوطلب څخه د دغو وسايلو دترلاسه کولو په صورت کې ،که څه هم له هغو څخه يې استفاده هم نه وي کړي ، د آزموينې له صحنې څخه ايستل کيږي او امنيتي مسوولينو ته معرفي کيږي .
په دې اړوند د امنيتي ارګانونو جدي پاملرنه غواړو.
سربيره پردې له ټولو داوطالبانو څخه غوښتنه کيږي چې د آزموينې په ورځ دې تذکره ، خودکار قلم او اويا توش له ځان سره ولري .
دپاتې ليسو دفارغانو آزموينه به انشاالله وروسته اعلام او واخستل شي.
1 1 دقیقه لوستل