ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو دلوى رياست خبرتيا:

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو دلوى رياست  خبرتيا:
دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې اړوند دعبدالغفور نديم ، علامه قاري نيک محمد ، له پوهنې سره دمرستې د دريم لمبر ،  دالفلاح دخصوصي ، دغازي محمد ايوب خان دنجونو ، جيبي،  بي بي عايشه صديقه ،  خواجه عبدالله انصاري ، عبدالهادي داوي ، سيداسماعيل بلخي ،ابوذرغفاري ،شاه دوشمشيره ،ابن سينا ، شيرپور دحياتي سواد ، درخانۍ ،محمد آصف مايل ، حضرت ابراهيم خليل الله ، عبدالقادر بيدل ،استاد بيتاب  ، عايشه دراني ،  غلام محمد فرهاد ،  دشاه شهيد دلومړى برخې ،  رحمن بابا دملي ښارګوټې دنجونو، غازي ،مخفى بدخشي ،محمود هوتکي ، دوحدت دنجونو او دغازي عبدالله دليسو د ١٣٩٢ کال او دتيرو کلونو دعمومي او متفرقه دولسمو ټولګيو دفارغانو دکانکور د آزموينې داوطلبانو ته خبر ورکول کيږي چې دکانکور په آزموينه کې د شموليت کارتونه د١٣٩٢ کال دکب دمياشتې له اتمې نيټې څخه په  اړوند ليسو کې ويشل کيږي.
ددغو مدرسو او ليسو دکانکور آزموينه د ١٣٩٢ کابل دکب دمياشتې په يوولسمه  نيټه د  يکشنبې د  ورځې دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو په کابل پوهنتون ، دکابل په طبي پوهنتون ، دپوليتخنيک په پوهنتون اوشهيد استاد رباني  دښوونې او روزنې  په پوهنتون کې اخستل کيږي .
دآزموينې ځاى اوخونه په  کارت کې ليکل شوي دي  داوطلبان دې د مهرباني له مخې په  ټاکلې ورځ او  وخت اړونده   پوهنتون ته  ورشي.
يادونه  :
دکانکور دآزموينې له ټولو شاملانو څخه په کلکه غوښتنه کيږي، څرنګه چې هوا سړ ده په  تودو جامو سمبال وي او د آزموينې په ورځ کې د آزموينې صحنې  ته دموبايل مخابرې ، هر راز الکترونيکي وسايلو او وسلې له  راوړلو څخه په کلکه ډډه وکړي .
له داوطلب څخه د دغو وسايلو دترلاسه کولو په صورت کې ،که څه هم له هغو څخه يې استفاده هم  نه وي کړي ، د آزموينې له صحنې څخه ايستل کيږي او  امنيتي مسوولينو ته معرفي کيږي .
په دې اړوند د امنيتي ارګانونو جدي پاملرنه غواړو.
سربيره پردې له ټولو داوطالبانو څخه غوښتنه کيږي چې د آزموينې په ورځ دې تذکره ،  خودکار قلم او اويا توش له ځان سره ولري . دپاتې ليسو دفارغانو آزموينه به انشاالله وروسته اعلام او  واخستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته