کابل باختر دکب شپږمه :
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا !
ټولو محصلانو او د هغوى مشرانو ته خبر ورکول کيږي چې د بدلونونو له لايحې سره سم له يوه تحصيلي مرکز څخه بل تحصيلي مرکز ته د محصلانو د بدلون بهير د روان کال د مرغومي د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د سلواغې د مياشتې ترپاى پورې دوام درلود او د بدلون د هغو غوښتوونکو په باب چې معقول عذريې درلود؛ د بدلونونو دلايحې د دوه ويشتمې مادې له مخې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرى شورا له خوا لازم اجراات وشول. څرنګه چې دغه موده پاى ته رسيدلې ده؛ له دې امله له هغو ټولو محصلانو څخه چې د بدلون هيله لري؛ په کلکه غوښتنه کيږي چې د لوړو زده کړو وزارت دکارکوونکو د مزاحمت سبب نه شي.
0 1 دقیقه لوستل