د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
د ننګرهار پوهنتون په روان کال کې د طب پوهنځي د سترګو په ديپارتمنت يو بست کې د ډاکټر، ماستر يا ليسانس په سويه علمي کادر ته اړتيا لري. په شرايطو برابر غوښتونکي دې د دغه خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه د روان کال د چنګاښ تر ١٢ مې پورې د شموليت غوښتنليکونه، د نمرو د ترانسکريپت اصل او د تابعيت تذکرې له کاپي سره اړونده پوهنتون ته وسپاري.
ختم- شکريه- اکرم