د لوړو زده کړو او کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارتونو سرپرستانو لوګر ته سفر کړی

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې له مسولینو، استادانو او محصلینو سره کتلي او پر اړوندو مسایلو یې خبرې کړې دي.

غونډه کې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس ډاکتر شفیق الله د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو په اړه له کابله ورغلیو چارواکو ته معلومات ورکړي او غوښتنه یې کړې، چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د فعالیتونو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې شته ستونزو ته به یې رسېدنه وکړي.

 دغه راز د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه وزارت ولایتي مسولینو سره لیدلي او یو لړ لارښوونې او سپارښتنې یې ورته کړې دي.

خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چاروو ولایتي ادارې ته لارښوونه کړې چې د نویو راغلیو لوستو ځوانانو لېست ترتیب او پر بستونو د ګمارلو په موخه یې وزارت ته واستوي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته