ټولنه

د لويې څارنوالۍ کارکوونکو د طبيعي پيښو له مصيبت ځپلو کسانو سره د يو ورځنى معاش مرسته وکړه

کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
د لويې څارنوالۍ ادارې کارکوونکو خپل يو ورځنى معاش د بدخشان ، سرپل، جوجان، فارياب او د بادغيس په ولايتونوکې د وروستيو طبيعي پيښو د مصيبت ځپلوکسانوپه واک کې ورکړ.
د لويې څارنوالۍ د ادارې د اطلاعاتو اوعامه اړيکو دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دلويې څارنوالۍ ادارې مشرتابه هيئت او ټولوکارکوونکو نن د قرآن عظيم الشان
دختم په کولو سره په هېوادکې د وروستيو طبيعي پيښو د شهيدانو پاک روح ته
د دعا دکولو په ترڅ کې دبدخشان و لايت د ارګوولسوالۍ له زيانمنو شويوکسانو
سره د يو ورځنى معاش مرسته وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته