امنیت

د لويې لارې د پرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري

 کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٣  :
د زابل ولايت  ا منيه قوماندان وايي  چې  وسله والو طالبانو يوشمير ملکي وسايط  ددغه ولايت  دشاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې سوځولي دي او لويه لاره يې دترافيکو پرمخ تړلې ده .
د باخترآژانس د خبرله مخې :  د زابل ولايت امنيه قوماندان وايي  چې وسله والو طالبانو د څو ملکي  نقليه وسايطو په سوځولو سره   دغه لويه لاره دسوځول شويو موټرو  په واسطه بنده کړې ده.
په زابل کې  امنيتي ستونزې له هغه وروسته زياتې شوې  چې  طالبانو  په غزني ولايت کې په خپل ډله ييز بريد کې نا کامه شول.
د ملي دفاع وزارت وايي   طالبانو ته د غزني ولايت  په بريد کې دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه وزارت  دطالبانو دسر د زيان شمير  ١٧٧ تنه  ښودلى دى  او اوس طالبانو  په زابل ولايت کې خپل بريد پيل کړى دى .
د زابل  ولايت امنيتي خبرځايونه وايي چې امنيتي ځواکونه  له دريو ورځو را په دې خوا  له طالبانو سره  په جګړه بوخت دي  .
وسله والو طالبانو  دزابل _ قندهار   دلويې لارې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل     خودلارې بنديدل دسوځيدلو وسايطو دشتون له امله دى .
اوس  دښځو او ماشومانو په ګډون يو زيات شمير مسافرين په دغې لويه لاره کې بند پاتې دي چې دطالبانو له ځورونې سره مخامخ شوي دي .
دزابل دولايتي شورا غړى  عمرخان عمري  له دولت څخه وغوښتل  چې په لويه لاره کې دموجود حالت په نسبت  جدي چلند وکړي .
په دغه لويه لاره کې د امنيتي حالت ګډوډيدل چې هره ورځ څه ناڅه څلويښت زره تنه  تګ راتګ کوي دمنلو وړ نه دى.
عمري وويل :  وسله والو طالبانو  په زابل ولايت کې ددغې لويې لارې په ځينو سيمو کې  ماينونه ښخ کړي دي ، پلونه او پلګي يې ويجاړ کړي دي او څو ملکي نقليه وسايط يې هم سوځولي دي  او طالبان هلې ځلې کوي چې په زابل کې حالات ګډوډ کړي .
دعمري دڅرګندونوله مخې :  طالبانو  او دداعش پلويانو  دزابل په خاک افغان او داى  چوپان ولسواليو کې اډې جوړې کړې دي  او که چيرې پاملرنه ورته ونه شي دکندز دپيښو په شان  ستونزې به رامنځته شي .
دملي دفاع وزارت ويلي دي   چې  ددوى چاڼيز عمليات له  غزني ولايت څخه   ددغې لارې نورو برخو ته پراخ شوي دي  .
دغه راز د زابل ولايت امنيه قوماندان ويلي دي چې له لويې لارې څخه دتررويستانو دايستلو لپاره هلې ځلې کوي.
ده وويل  طالبانو دلارې په تړلو  ، دڅوپلګيو په ويجاړلو او دمسافرو په ځورونې سره   په خپلو تورو کارنامو کې بل جنايت ثبت کړ.                  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته