ټولنه

د لوى څارنوال د مبارکۍ پيغام

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٣ :
د کوچني اختر په مناسب د لوى څارنوال فريد حميدي د مبارکۍ پيغام
ګرانو هېوادوالو، عزتمندو کورنيو او د لويې څارنوالۍ درنو کارکوونکو !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
تر هرڅه مخکې د لويې څارنوالۍ د مشرتابه پلاوي په استازيتوب تاسو ته د نيکمرغه کوچني اختر د را رسيدلو له امله مبارکي وايم . لوى خداى ( ج )  دې وکړي چې کوچنى اختر د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول افغان ولس ته د خوښۍ، خوشحالۍ او سولې اختر وي او د لوى خداى (ج)  دربار ته دعاکوم چې په هېوادکې  سراسري سوله او امن  راشي او لوى څښتن تعالي دې ستاسو عبادتونه، دعاګانې او روژې په خپل دربارکې قبول کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته