د لوى څارنوالي ادارې د نړۍ د فيلسوف محمدصديق افغان د برياليتوب له امله مبارکي وويله.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
د لوى څارنوالي ادارې د نړۍ د فيلسوف محمدصديق افغان د برياليتوب له امله مبارکي وويله.
په هغه ليک کې چې د لوى څارنوالي ادارې په دې اړوند باختراژانس ته ليږلى دى ويل شوى دى: په زياتې خوشحالى سره مو خبر ترلاسه کړ چې د انګلستان د کامبيريج د بيوګرافي نړيوال مرکز او د نړۍ د هنر او ساينس  د ارتباطاتو کانګرس چې له ټولې نړۍ څخه ١٨١ پيژندل شوي  پوهان پکې شامل دي؛ د نړۍ فيلسوف  محمدصديق افغان د نړۍ د ١٨١پوهانو ترمنځ د نړۍ د ٢٠١٢ کال د ميړني په توګه غوره کړي دي .
د نړۍ د فلسفي رياضي، د څيړنيز مرکز علمي او تحقيقي کار او فعاليتونو ته په پاملرنې سره، له پرله پسې تحليل اوڅيړنې وروسته د رايو په اتفاق فيلسوف  محمدصديق افغان يې د ٢٠١٢ کال د ميړني په توګه انتخاب کړ او د نړۍ د فيلسوف محمدصديق افغان په نامه يې خاص  مډال  جوړ کړ چې دغه متن د مډال په دواړو مخونو کې ليکل شوى دى.
سربېره پر دې، دغو عملي مرکزونو د محمدصديق افغان له خوا د نړۍ سترو او مستحقو پوهانو ته د مډال د ورکړې واک هم ورکړي دي .
لوى څارنوال څارنپوه محمداسحق الکو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د لوى څارنوالي د مشرتابه هيئت د دغه ستر برياليتوب او وياړ له امله پروفيسر محمدصديق افغان  او د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وايي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته