خبرونهاقتصادTOP

د لومړي ځل لپاره له بلخ ولایت څخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ ګډ بازار ته ۲۵۰ ټنه کچالو صادر شول

کابل، د وږي ۲۸مه، بهرنۍ رسنۍ

د بلخ ځايي مسوولین وايي چې په لومړي ځل له بلخ ولایت څخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ ګډ بازار ته ۲۵۰ ټنه کچالو لېږدول شوي دي. 

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري امیر محمد متقي باختر اژانس ته ویلي، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو او وطني تولیدات او محصولات نړیوالو بازارونو ته د وړاندې کولو په موخه په لومړي ځل د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ ګډ بازار ته ۲۵۰ ټنه کچالو پرته له دواپاشۍ (پوموګیشن) لېږدول شوي دي. 

متقي زیاته کړه چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ ګډ بازار د هېواد د سوداګرو د لاهڅونې سبب ګرځي.

ورته مهال د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس اسدالله اسدي وايي، چې له دې وروسته د دواړو هېوادونو ګډ بازار ته د سوداګرو په خوښه د دوی توکي پرته له دوا پاشۍ ( پوموګیشن ) څخه لېږدول کېږي. 

نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال له افغانستان څخه ازبیکستان ته تازه او وچې مېوې، زعفران، شیرین بویه او د بخار دیګونه صادرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته