د لومړي ځل لپاره له بغلان څخه د درملنې په موخه په نشه يي توکو روږدي کسان کندز ته ولېږدول شول

کابل، د کب ۷ مه، باختر

د بغلان امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي، چې د لومړي ځل لپاره یې د درملنې په موخه په نشه يي توکو روږدي کسان د کندز د درمنلې مرکز ته لېږدولي دي څو تر درملنې وروسته یې کورنیو ته وسپارل شي.

د بغلان امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران وویل چې په کندز ولایت کې د روږدو کسانو لپاره دولتي کمپ جوړ شوي او دغه کمپ ته لیږدول شوي روږدي به پکې اته میاشتې تر درملنې لاندې ونیول شي څو روغ او جوړ ټولنې ته وړاندې شي.

کامران زیاته کړه، چې دا لومړی ځل دی چې د بغلان روږدي د درملنې په موخه کندز ته لېږدول کېږي او ډاډ یې وښوده چې دا روږدي به تر درملنې وروسته په ضمانت خپلو کورنیو ته سپارل کېږي، چې بیا په نشه يي توکو ځانونه روږدي نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته