د لومړي ځل لپاره؛ په کابل کې د نیالګيو کېنولو خزاني کمپاین پیل شو

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
کابل ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره، نن د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې اړوند «مرنجان تپه» کې د نیالګيو کېنولو خزاني کمپاین پیل کړ.
ټاکل شوې د دغه کمپاين په بهير کې د پستې، ارغوان او بادامو شاوخوا ۸۰ زره نيالګي کېنول شي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د افغانستان اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته د سړکونو جوړولو، سرسبزۍ، چاپېریال ساتنې او همدارنګه ښاریانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره توانېدلې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې کابل ښاریانو ته ګڼ شمېر پروژې پلې او ښه خدمتونه وړاندې کړي.

Ps20241211
هغه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې د نورو برخو ترڅنګ، د ښار د پاکوالۍ او سمسورتیا په برخه کې هم له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د یوه نیالګي په کېنولو سره دې د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې خپل مسئولیت ترسره کړي.
همدا رنګه، د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ/ زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې کابل ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د نیالګيو کېنولو خزاني کمپاین نن پیل کړ چې د یوې میاشتې په بهیر کې به د پلازمېنې کابل په بېلابېلو ساحو کې شاوخوا ۸۰ زره نیالګي کېنول شي.
متوکل د انسانانو په ژوندانه کې د بوټو پر ارزښت هم هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: “الله (ج) د انسانانو ژوند له بوټو سره تړلی او که چېرته پر ځمکه باندې بوټي نه وي؛ د انسان ژوند هم ناممکن دی.”
دغه راز د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو په استازيتوب حاجي ملا محمد آخندزاده، د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته د کابل ښاروالۍ کړنې او فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې په یاد ملي بهیر کې به له کابل ښاروالۍ سره پوره همکاري کوي او له کابل ښاریانو څخه یې هم غوښتنه وکړه چې د ښاري نظم د پیاوړتیا، پاکوالۍ او سمسورتیا په برخه کې دې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
هېره دې نه وي چې د افغانستان اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره، د کابل ښاروالۍ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د نورو اړوندو ادارو له لوري د هېواد د سمسورتیا په موخه څه باندې ۸۲ میلیونه میوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول شوي او دا بهیر دغه راز دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته