د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د عملیاتي پلان د پلې کولو لړۍ روانه ده

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر

د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون له لوري، د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې سرغړونو ته رسېدنه وشوه چې په پایله کې یې یو شمېر غیر معیاري تابلو ګانې او لوحې ویجاړې او پاکې شوې.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل چې د هغو لوحو او تابلوګانو د پاکولو لړۍ روانه ده کوم چې په بهرنیو ژبو لیکل شوې وي، غیر شرعي انځورونه په کې وي، په نا مناسبو ځایونو کې ځړول شوې وي او یا یې هم منځپانګه او متن ستونزه ولري.

جواد زیاته کړه، د لوحو او تابلوګانو  ښکلا او ډیزاین، د ملي او بهرنیو ژبو کارول، د اعلانونو د ځړولو ځای، د ښاري ښکلا معیارونو  او د ښاري کلتور په پام کې نیول، هغه موارد دي چې د یاد کمیسیون له لوري به ورته رسېدنه وشي.

نوموړي وویل هغه شمېر اصطلاحات او کلمې چې، په ملي ژبو کې بدیل ونه لري له دې امر څخه مستثنی دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته