کابل باختر د وږي شپږمه :
ټاکل شوې ده په قندهار ولايت کې د برښنا کمښت د لمريزې برښنا دتوليدولو له لارې لرې شي .
اوس دقندهار خلک له وارداتي او داخلي برښنا څخه استفاده کوي. خو تر اوسه پورې په لسګونو ميګا واټه نوره برښنا ته اړتيا ده چې د قندهار ښار ټول خلک وکولاى شي له برښنا څخه استفاده وکړي .
سيمه ييز مسوولين وايي چې هلې ځلې کوي ترڅو د لمريزې برښنا د توليد له لارې په دغه ولايت کې د برښنا د کمښت ستونزه حل کړي .
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب د لمريزې برښنا د توليد ديوې پروژې دکتنې په وخت کې وويل چې په راتلوونکو مياشتوکې به د قندهار ټول خلک برښنا ته لاسرسي ولري .
په لومړي ګام کې د لمريزې برښنا دتوليد ديوې دستګاه دجوړولو کار دقندهار ښار په صنعتي پارک کې دوام لري .
دغه دستګاه به د لسو ميګا واټو بريښنا د توليد ظرفيت ولري چې زياتره له هغه څخه به په تجارتي مرکزونو او د قندهار ښار په کورونوکې استفاده وشي .
د قندهار د والي مرستيال وايي چې د لمريزې برښنا د توليد د دستګاه او د هغې د تاسيساتو د جوړولو کار به د روان کال تر پاى پورې بشپړ شي. اوس د دغې پروژې کار په سلوکې ۹۰ بشپړ شوى دى .
له بله پلوه د قندهار د برښنا شرکت رييس امان الله فاروقي وايي چې په نږدې راتلوونکي کې به د دامان او پنجوايي په ولسواليو کې دلمريزې برښنا دتوليد د دوو پروژو کار پيل شي .
دغه دوه پروژې د پنځه ديرش ميګا واټه برښنا د توليدولو ظرفيت لري .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل