خبرونهاقتصادټولنهTOP

د لغمان شاهي کانال د لومړي فاز پروژې چارې پرانیستل شوې

کابل، د وږي ۲۶ مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور لغمان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت شاهي کانال د لومړي فاز د چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د شاهي کانال د لومړي فاز چارو د پیل پرانیستغونډه کې ویلي:« په هېواد کې د اوبو مدیریت ته ژمن یو او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوو».

Ps202409162 1

 نوموړي زیاته کړې:«شاهي کانال به د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه بشپړوو، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

ورته مهال، د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني وویل چې د شاهي کانال جوړونه نه یوازې د لغمان، بلکې د هېواد د ټولو خلکو لپاره یوه ستره  او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده.

همدغه راز، د قراردادي شرکت مسوول انجنیر حمیدالله همت وویل، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو فازونو په درلودلو سره ٧٠ کیلو متره اوږدوالی لري او کابو ٢٠ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پروژې لومړی فاز د ٣٠ کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو کې پلي کېږي او  ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته