د لغمان د ولایتي شورا د رهبري هیئت ټاکنې ترسره شوې

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٥ مه:
هغه غونډه چې پرون په همدې موخه د ولایت مقام په مقرکې جوړه شوې وه؛ سربېره پر لغمان والي، د ولایت مرستیال، په ختیځ زون کې د یوناما رئیسې او د یاد دفتر یو شمېر کارکوونکو، د لغمان د ټاکنو کمیسیون مشرتابه او استازو، د لغمان امنیه قوماندان او د لغمان د ولایتي شورا له نهو تنو غړو څخه یې اووو تنو پکې ګډون درلود.
په پیل کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پر مهال ولایتي شورا د ولایتونو لپاره د یو کوچني پارلمان په توګه یاده کړه او زیاته یې کړه چې دوی کولی شي د دولت او ولسونو ترمنځ په را نږدې کولو او د امنیت، انکشاف او ښې حکومتوالۍ په برخوکې د ولایتي ادارې او د ولایت له مقام سره خپلې اغیزمنې سلا مشورې او د ولسونو وړاندیزونه په اسانۍ سره شریک کړي.
نعیمي زیاته کړه چې ولایتي شورا باید د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره اوږه په اوږه د ولایتي ادارې او په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو سره له نږدې کار وکړي، ترڅو د هغه دښمن د شومو موخو چې زموږ د ولسونو د نا ارامۍ او پرمختیايي چارو په مخکې خنډونه را ولاړوي، په وخت سره په کلکه مخه نیول شوې وي.
د لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې د شورا له پخواني مشرتابه او غړو څخه مننه وکړه چې د ولایت له مقام او ولایتي ادارې سره یې په هره برخه کې تر خپلې وسې همکاري وکړه او د ولایتي شورا له راتلوونکې رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې له یو منظم کاري پلان سره رامخته شي تر څو ولسونه یې په راتلوونکې کې د ښو کارونو ستاینه وکړي.
وروسته د ولایتي شورا پخواني رئیس محمد رفیع مموزي خبرې وکړې، د ولسونو ترمنځ د ځینو ستونزو او منازعو حل، د ولسونو او دولت ترمنځ د اړیکو ټینګول، د پرمختیايي پروژو په برخه کې نظارت او څارنه او ځینې نور مسایل یې د خپل ریاست پر مهال د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
بیا د لغمان ولایت د ټاکنو دفتر سرپرست ډاکتر نور احمد د ټاکنو په پروسیجر خبرې وکړې.
وروسته د شورا یو تن وکیل عتیق الله عبدالرحیمزی د ټاکنو پروسې د نظارت لپاره د موقت رئیس په توګه وټاکل شو او ورپسې په آزاده فضا کې د ریاست، مرستیال او منشي د څوکیو لپاره ټاکنې تر سره شوې چې له حاضرو اوو تنو څخه د رایو په اتفاق محمد طاوس عادل د شورا د نوي رئيس په توګه وټاکل شو.
د مرستیالۍ څوکۍ لپاره چې انجنیر اجمل وفا او حاجي عبدالعزیز کانديدان وو، انجنیر اجمل وفا وکولای شول چې له اوو حاضرو وکیلانو څخه د څلورو تنو د رایو په خپلولو سره دغه څوکۍ بیا ځلې خپله کړي.
همدارنګه په پای کې د منشي د څوکۍ لپاره بي بي خورد رویا او حاجي عبدالظاهر حسین خیل کانديدان وو چې بي بي خورد رویا هم وکولاى شول له اوو تنو څخه د څلور تنو وکیلانو د رایو په خپلولو سره دغه څوکۍ په خپل نوم ونوموي.#