ټولنه

د لغمان د رای ورکولو په ۶۸ مرکزونوکې څه دپاسه ٤٦ زره تنو رايه کارولې ده

مهترلام باختر د لړم ۲ مه
د لغمان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييس نورالدين فطرت د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې ویلي چې د دغه ولايت په مرکز مهترلام سربېره په ټولو ولسواليو کې د رای ورکولو ۷۹ مرکزونه پلان شوي و چې له دې جملې څخه په ۶۸ مرکزونوکې رايه اچوونه ترسره شوې او پاتې نور یې د بېلابېلو لاملونه له امله تړل شوي وو.
فطرت زیاتوي چې د لومړنۍ شمېرنې له مخې، په ټول لغمان کې د ١٢ زره او ۲۲۴ تنو ښځو او يو زره ۹۱۸ تنو کوچيانو په ګډون۴۶ زره ٩٩٩ رايې کارول شوې دي.
د فطرت د څرګندونو له مخې، د پورتنيو شمېرو له جملې څخه ٢٢زره ۳۶ په قرغيو ولسوالۍ، ٢١ زره ۸۴۵ په مرکزمهترلام، يو زره ۶۲۶ په اليشنګ ولسوالۍ، ۸۲۹ په الينګار ولسوالۍ، ۶۴۰ په دولت شاه ولسوالۍ او ۲۰ رايې په بادپښ ولسوالۍ کې کارول شوې دي.
دی زياتوي چې دا لومړنۍ شمېرنې دي، کېدای شي وروسته په دغو ارقامو کې توپير راشي.
بل لور ته د لغمان ولايت د ټاکنو په اړه د شکاياتو د کمېسيون د شکايتونو د ثبت مسول امين الله الکوزي د باختر اژانس خبريال سره په خبرو کې وويل: د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ټول لغمان په کچه ۲۸ شکايتونه ثبت شوي دي، د دې ترڅنګ په دويمه ورځ د لغمان ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر څخه هم  ١٥ شکايتونه ثبت شوي دي او د شکايتونو د ثبتونې لړۍ لا هم دوام لري او په دې برخه کې به زياتوالی راشي.
له هغه څخه مو وپوښتل چې شکايتونه په کومو مواردو کې ثبت شوي دي؟
ده په ځواب کې وويل: زه د شکايتونو د مواردو په اړه څه نه شم ويلی، خو د ٣٠ څخه تر ٤٠ ډولونو پورې شکايتونه د خلکو له لوري ثبت شوي دي.
خو ګڼ شمېر رايه اچوونکو د باختر اژانس له خبريال سره په خپلو خبروکې په مرکزونو کې ناوخته د رايو ورکولو د کار پيل، د بايومتريک دستګاوو په اړه د کارکونکو نه پوهېدنه، د رايې ورکونې د پاڼو کمښت، په مرکزونوکې د ځينو رايو اچوونکو د نومونو نشتون، د يو شمېر نوماندانو د پلويانو له لوري په خلکو جبري رايه کارونه او  يوشمېر نورو مواردو  په اړه نظرونه وړاندې کړل.
هاخوا د لغمان امنيه قوماندان جنرال عبدالرووف روزګانی وايي چې د ټاکنو په ورځ د قرغيو ولسوالۍ اړوند د ګل پاچا الفت ليسې د راى ورکولو په مرکز کې دوه تنه له يوه کلاشينکوف او يوې تفنګچې سره ونيول چې غوښتل يې په ياد مرکزکې ګډوډي رامنځ ته کړي.
هغه همدا راز وویل چې په ډېرو مرکزونو کې يې د خلکو د شکايتونو سره سم د لسګونو تقلبي رايو مخنيوی هم کړی دی.
ده زياته کړه چې دښمن غوښتل په يو شمېر سيمو کې د راى ورکولو په مرکزونو بريدونه وکړي او خلکو ته زيان واړوي او دغه ملي بهیر له ګډوډيو سره مخامخ کړي، چې په ځينو ځاينو کې يې ماينونو ته هم چاودنه ورکړه چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې او ۲۵ تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دا چې په لومړنيو پايلو کې کوم نوماندان مخکښ دي؟ هغه پوښتنه ده چې لا هم له رسنيو سره نه ده شريکه شوې او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين يې هم په اړه څه نه وايي.
د يادونې وړه ده چې په لغمان ولايت کې په دويمه ورځ په محبس، کوچيانو او امنيه قوماندانۍ کې هم رايه اچونه ترسره شوه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته