کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د لغمان د استوګنې پر يوې سيمې د وسله والو طالبانو په راکټې بريدکې يوملکي وګړى ووژل شو او درې نوريې ټپيان شول.
پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د اليشنګ ولسوالۍ پر يوه کلي راکټي بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريد کې يو ملکي وګړى ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
په همدې حال کې د لغمان د يو روغتون ډاکترانو د پېښې د يو ټپى روغتيايي حالت خراب بللى دى.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو اوونيو راپدېخوا د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د ډار اچونې ضد عمليات دوام لري.
ختم- ج -اکرم