کابل/باختر/ د چنګاښ٣٠مه
د اوسپنې پلټۍ او ټرانسپورت وزارت سرپرست محمد يما شمس نن په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه اويزوف سره وکتل.
باختر آژانس د ټرانسپورت وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پلټۍ د پروژو او د لسو کيلو مترو په اوږدوالي د آقينې د اوسپنې پلټې د پراختيا او د آقينې – اندخوى د٣٠ کيلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پلټۍ د جوړولو او ګټې اخيستنې په باب خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده ډېر ژر د لس کيلومترو په اوږوالي د اوسپنې پټلۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او د آقينې- اندخوى ٣ کيلومتره د اوسپنې پلټۍ د جوړولو کارهم پيل شي. پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ