ميمنه باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله "ضمیر" د کرنې د ودې او له کروندګرو څخه د ملاتړ په موخه، د ۱۰ زره متریک ټنه اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د پیرودلو تړون د افغانستان د کرنیزو تخمونو له تولیدونکو ټولنې سره لاسلیک کړ.
د تیرو دیارلسو کلونو په بهير کې دا لومړی ځل دی چې په وخت سره کروندګر اصلاح شويو کرنیزو تخمونو ته لاس رسی پیدا کوي.
د دغې پروژې پلي کیدل به د دې سبب شي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونوکې ۲۰۰ زره کروندګر اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ته لاس رسی پیدا کړي، ۴۰۰ زره کرنیزه ځمکه به د غنمو د کښت تر پوښښ لاندې راولي او همدا راز په دغو سیمو کې به ورسره ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د دې اندازې غنمو د اخیستلو مالي لګښت ۶ میلیونو ډالرو ته رسیږي چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د پراختیايي بودیجې لخوا ورکول کیږي.
اټکل کیږي چې د یادې اندازې غنمو د کرلو په ترڅ کې به د دغو سیمو د غنمو په تولیداتوکې له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنې پورې زیاتوالی راشي.
د يادونې وړ ده چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ډيرو لږو سیمو کې هغه کروندګر چې تېر کال د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو له ویش پاتې وو، له دغو اصلاح شویو کرنیزو تخمونو څخه به برخمن شي.
د کرنې او اوبو لګولو ژمن دی چې په هېوادکې تولیدي عواملو ته د کروندګرو او مالدارانو د ښې لاس رسى، د کرنې د پراختیا او د ښو فعاليتونو د ترسره کولو په موخه ښې کاري زمینې برابرې کړي. #
پاى_ج